نور مــــې د ګرېوانه ګــــوتـــــــې اوباسه
مـــــۀ کــوه جــانانه ګـــوتــــــــې اوباسه
غوښــــــې دې زما د زړګــــي اوخـــوړې
وژنـې مــــې هــجرانه ګوتـــــــې اوباسه
اودرېږه چـــــې ختمه بهانه ئــــــې شــي
اودرېږه بارانــــــــه ګـــوتـــــې اوباســـه
غـــــــــواړي د وصال دوا پرهر مـې نور
مــۀ چېړه درمــــــــانه ګوتــې اوباســــه
اخلې د مــرغــــــــــو د زړۀ ازار به څــو
اے سپېره خــــــــــزانه ګــوتې اوباسـه
داسـې نیمه خواه یې نیمه خواه به یې
سېزې مــې ارمــــانه ګــوتې اوباســـــه
وې یـــــې په وعــدو خپلو ستومانه یم
بس کــړه سائر جـــــانه ګـــوتې اوباسه
انګۍ شوی کریکې