·  


(((  ” د  مېرمن ساره خان ادبي جرنېل “  ))))) ليک : اسرار د طورو



                بسم الله الرحمن الر حیم د مسنون  سلام اؤ احترام نه پس د  م  ر  شفق  د اقبال حسېن افکار  او د ساره خان صاحبه په خدمت  کښې عرض دی چی مفید کتاب لیکل کمال دی۔۔په شایسته انداز خبره کول او لیکل د فصیح اللسان ویونکو  اؤ ګوهر فشان قلمکارانو وصف دی۔۔ که  په  کتاب د موءلف  درک  واضح ثبت وي نو میېنان به خپلو کښې خوږمنو سره په خط و کتابت رابطه قایمولی شي خو نن د سیلو لر دؤر دی  او زما په شان د 85 پنځه اتیا کالو زوړ سړی په نوو  نوزو چارو نه  رسي۔۔۔          رجسټري خط مې په سل روپۍ ( Rs=100)  ډاک ته حواله کړ۔۔د چاټو جوک نه تر کالج چوک مردان لاړم۔۔۔  دا تګ  ترامړي چوک  عرفان آباد  F-8/4 اسلام آباد  ته۔۔ د تلو نه ماته  ګران وي ځکه چی نه په  اندامونو کښې د ځوانۍ توان شته  نه په ذهن کښې آن بان ۔۔۔۔ بل خوا  د پاکستان  ادارې  د عقلِ سلیم نه عاري  دي  ګیني نو  په لفافه  د مشتاق الرحمان ګرڅند  نمبر  03085170749 درج  دی۔۔۔ د ډاک اهل کار مرسل الیه ته  ویېلی شي جی ستا خط راغلی دی نو هغه به حاظر شوی ؤ۔۔ خېر مونږ  رمضاني انسانان  تل  تاواني  یو   مجبورا“ په بله پته  چیټۍ شفق ته  لېږم چی افکار او ساره  خان ته اورسي او زما  اعتماد او اعتقاد په اسلام آباد  بحال شي  والسلام علیکم (محترم حمید زاهد ته سلام)        اسرار د طورو۔۔۔ کوڅه  1...باغ   کالونی۔۔۔۔   جاټو چوک شمسي روډ  هوتي   مردان          17 فروري  2024ء۔ ( دی  خط سره محترم اسرار د طورو  یو امانت۔۔۔ نورانی شان مضمون هم رالېږلی دی۔۔  عنوان یی دی ” د  مېرمن ساره خان ادبي جرنېل “ ) په ماتو  ګوتو قلم نيسم  د قلمي ابرو  انځور به جوړه ومه د ژوند په ګلستان کښې د هرې ونې ښکلا د هغې ګلورينو او ثمر بارو څانګو په خوشبو دارو ګلونو او ميوو قايمه وي چې پالونکي رب ځانګړي ښايستونه ورکړي وي. زما په نظر هره وفاداره ميرمن د قدر وړ ده - د وصال او هجران شيريني او تلخي د احساساتو هنګامه ژوندۍ ساتي - ماته چې د محترمې ساره خان "تاليف" ادبي جرنيل را اورسيد نو تازه دم شوم په مخ پاڼه د پښتو ادب د متحرک خدمتګار عکس ته مې کتل چې د ناقدرۍ  او احسان فراموشۍ په دې دور کښې  يوه بي بي يي د خدمت قدر کوي ابن لبيد ورته د ښکلا لوپټه په سر کړې ده او دا پښتنه د مردان د فرزندانو د ادبي خدماتو ستاينه کوي بيا په دغه ساهو جذبه د ګران اقبال حسين افکار د شخصيت انځوګري کوي. ساره د سړو نه د سړي خورو نه ويريږي نو ځکه بريالۍ ده . شاعري الهامي ډالۍ ده د قرآن مجيد له مخه هدايت موندلي زنانه او هر نارينه د خوف او ملال نه بري وي. فَمَن٘ تَبِغ٘ ھدایَ فلاَ خَو٘ف عَلَی٘ھِم وَلاَ ھُم٘ یَحزَنُون- البقرہ عبداللّه د کتابونو سره مينه ليونتوب ګڼي کمکے دے خبر نه دے چې دنيا ددې ليونتوب د مخه آباده ده- کتاب د جنت او دوزخ د نعمتونو او عذابونو په تميز انسان پوهه وي- ساره بي بي ښه استاد ته د خداے رحمت وايي ښه استاد د خير تعليم ورکوي او حضرت البراء د حديثِ أنس رض کوي روايت کوي چې : الدّالُ عَلے الخیرِ کفاَعٖلہٖ ( الدررالمنتمژۃِ ص188 الفتاوی الحدیثیہ) ۔ زما د حافظ ادريس رح په قول کريم « نزيرالحق » ساره ته د پښتو قدردانه وايي او د عبداللّه نصيحت خو د سرو زرو اوبو د ليک وړ دے دې قدرمنې ته وايي "خپل مخ پټ ساته " زه اقبال حسين افکار پيژنم - چې « کار کوي او په قادرمطلق اعتبار لري » دا اصل مسلماني ده - د خوږې او شيرينې ساره خان په خله ګوړې شکرې وايي: د درد او غمه بې خبر وه ......... ژوند او چې هم سفر وه د روشن فکر افکار صاحب دا آرمان " تاکه مينه ماله راکړه" او بيا د نازولے په الهامي ژبه دا زيرے چې " په زړه کښې اوسيږے " که د ارمان شفاء ورکونکي درمان دے د خوشحال خان عالي مکان په زبان خورسند شي نو په سوګند به په څرګند اعلان وکړي چې: نه  شکرے  دي  نه  قند دے نه نبات دے د شهۍ د شونډو لا ګوښه بل خوند دے د پښتون ملت او پښتنې ادبي دنيا بختورې لوڼه د کلثوم زيب،سلمی شاهين ، حسينه ګل غوندې اديبانې عالمانې د قام د بچو مييندې او نازبرداره دي. ساره بي بي به ولے د دوي په مينه د ناز و نياز د خماري سترګو مرغلرے نه شيندي. دا شاعره ځان ته د څوارلسمے سپوږمۍ وايي افکار ته د آسمان ستورے وايي.دا تعلي ده که په ستوري د کمند اچولو تمنا ده. شفق ستاسو د ټولو مشتاق دے - وايي: ته    په   يو   قدم   تر   ياره   پورې   رسے  په دوستۍ کښې خواخوږۍ کښې بې مثاله  ماته هر عالم اديب او شاعر د جهالت په تيرو کښې بل مشال ښکاري او زه د ساره غوندې د شمع د فکر په رڼا  نازيږم دا زمونږ روهستان به ددې نمر سپوږمۍ او ستورو په رڼا مستوي. نابينه نورين آمان شمع به راياده کړو افکار ته وايي: تیرو  ته د  حالاتو  ستا لفظونه مشالونه  رڼا رڼا فکرونه خوره وے د ژوند په لاره زه که ناتوان او عمرونو مرضونو زپلے نه وم نو ما به خپلې نازنينې لور په شان د ګل ورينې ساره خاتون په دې حسين و جميل تاليف د خيالي طلسماتي کوه قاف د افسانوي ښاپيرۍ د زلفو په شان طويل مضمون رقم کړے وے د فرزانه رسول صنم نه به مې دا مصرعې قرض کړے وے: لوے ادیب دے لوے شاعره د  مور  ژبه  بيايي  په  بره ما به دومره څه په ساره او افکار ليکلے وو چې چا به د مبالغې په انداز راته وئيل: زړه مې په خپلو زلفو ښه شو زه په بلۍ وم يار مې ښکته ځنګيدنه                                                     اسرار د طورو  ۹-۲-۲۰۲۴ په مننه د محترم ګل محمد بيتاب ورځ پاڼه وحدت پيښور